د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف اعلان کړی، چې د امریکا او اسراییلو تر منځ د لوړې کچې سیاسي لیدنه د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو پلان د دوهم پړاو پر عملي کېدو متمرکزه وه.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې چې له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ترسره شوه، دواړو لورو د پلان د پلي کېدو، د امنیتي ترتیباتو او د راتلونکو مرحلو پر همغږۍ ژور بحث وکړ.
امریکايي پلاوي ټینګار کړی چې واشنګټن او تلابیب د غزې په اړه په ګډه کار کوي او دا همکاري د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي.
سټیو ویتکاف زیاته کړې چې خبرې «مثبتې، رغنده او د راتلونکي لپاره هیلهبښونکې» وې او دواړه لوري د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره پر عملي ګامونو سلا شوي.
دغه لیدنه داسې مهال شوې چې د غزې وضعیت د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په محور بدل شوی او امریکا هڅه کوي د نوي پلان له لارې د سیمې راتلونکې بڼه بدله کړي.

