د امریکا د ځانګړي استازي سټیو وتکوف وايي، د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له لوري د ایران له مذهبي رهبر، علي خامنهیي سره د احتمالي نوي اټومي تړون پر سر د خبرو وړاندیز د دې لپاره دی چې پوځي اقدام و نهشي.
وتکوف تېره ورځ فاکس نیوز ته ویلي، امریکا اړتیا نه لري، چې هرڅه له پوځي لارې وکړي.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي و، چې که ایران د دوی شرایط ونه مني؛ نو امریکا بل انتخاب هم لري.

