چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانسټیفن دوجاریک:که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰...

سټیفن دوجاریک:که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه افغانې نجونې له زده‌کړو بې برخې وي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه همداسې دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه افغانې نجونې له زده‌کړو بې برخې وي.

دوجاریک هیله ښودلې، چې دا بندیزونه تر یاد کال پورې ونه غځول شي.

تر دې وړاندې یونیسف ویلي وو چې اوس مهال ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د یادونې ده، چې د نوي کال له پیل سره هم ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here