د افغانستان لپاره د امریکا د بيا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سيګار) ويلي چې طالبان د زور او د ملګرو ملتونو له ځينو چارواکو سره په تباني نړيوالې مرستې د خپلې ګټې لپاره اړوي.
د راپور له مخې، طالبان د مرستندويه ادارو فعاليتونه کنټرولوي، مرستې د زياتره پښتنو سيمو ته اړوي، لږکيو ته د لاسرسي مخه نيسي او له کارکوونکو باج اخلي.
سيګار ادعا کوي چې يو افغان مرستندويه ادارې کارکوونکی د دې موضوع د افشا کولو له امله وژل شوی دی.
د اګست ۲۰۲۱ تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې افغانستان ۱۰.۷۲ ميليارده ډالره نړيوالې مرستې تر لاسه کړې چې ۳.۸۳ ميليارده يې د امريکا له خوا ورکړل شوي.
راپور همدارنګه د ملګرو ملتونو د ځينو چارواکو له خوا د قراردادونو په بدل کې د رشوت اخيستو تورونه مطرح کوي.
ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

