سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانسي‌ان‌ان:د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې امریکا نه هم رسمیت واخلي

سي‌ان‌ان:د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې امریکا نه هم رسمیت واخلي

امریکایي رسنۍ سي‌ان‌ان ویلي، طالبان د روسیې له لورې د رسمي پېژندلو وروسته، اوس هڅه کوي چې له خپل پخواني دښمن امریکا څخه هم رسمیت ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۵ کال د پسرلي راهیسې، چې ډونالډ ټرمپ دوهم ځل ولسمشر شو، دا هڅې ډېرې شوې دي.

په مارچ ۲۰۲۵ کې، طالبانو دوه امریکایان له زندانه خوشې کړل او امریکا هم د درې طالب مشرانو له سرونو میلیونونه ډالر انعام لیرې کړ.

همداراز، د طالبانو حکومت د اپرېل په میاشت کې د یوې دایمي استازولۍ د پرانېستلو وړاندیز امریکا ته کړی، څو د افغانستان چارې تعقیب کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here