دوشنبه, مارچ 9, 2026
Homeافغانستانسویډن:د طالبانو د ملاتړ له امله د یو افغان ښوونکی دنده ځنډول...

سویډن:د طالبانو د ملاتړ له امله د یو افغان ښوونکی دنده ځنډول شوې

د سویډن د مالمو ښار د یو افغان ښوونکي دنده، وروسته له هغه وځنډول شوه چې په رسنیو کې یې د طالبانو ښکاره ملاتړ کاوه.

د سویډني رسنیو د راپور له مخې، دغه ښوونکی چې هویت یې نه دی څرګند شوی، په مالمو کې په څو ابتدایي ښوونځیو کې تدریس کاوه او څو ځله یې په افغان رسنیو کې سیاسي بحثونو کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

د مالمو د ښوونځیو مسؤلینو ویلي، که دا ډول نظرونه زده‌کوونکو ته انتقال شي، «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي».

چارواکو اعلان کړی چې دغه ښوونکی به د پلټنو تر پای پورې د تعین شوي معاش سره سره دندې ته نشي ورتلای.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here