د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ۶۹.۴۷ میلیونه افغانۍ(نږدې یو میلیون ډالر) ځانګړې کړې دي.
دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر اوچا له لارې متضررو کورنیو ته ورسېږي.
سویلي کوریا د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د اغېزمنو سیمو د عادي وضعیت لپاره به د نړیوالو هڅو برخه وي.

