په تهران کې د سویلي کوریا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې که الوتنې لا هم عادي روانې وي، نو ژر تر ژره دې له ایرانه ووځي.
دغه سپارښتنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام په اړه سیمهییزه ترېنګلتیا زیاته شوې ده.
سفارت ویلي، که وضعیت نور هم کړکېچن شي، ښايي نړیوالې الوتنې وځنډول شي او له هېواده د وتلو لارې محدودې شي.
سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي سپارښتنو جدي پاملرنه وکړي، له ګڼېګوڼې ډکو سیمو ډډه وکړي او له سفارت سره په اړیکه کې پاتې شي.

