د سوډان روغتیایي چارواکي وایي، چې د دې هیواد په جنوب او لویدیځ کې د پوځ او ملیشو تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د دغه هېواد روغتیایي سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو توپ د سودان په جنوب کې د کوردوفان په سیمه کې لګیدلی، لږ تر لږه ۴۰ تنه پکې وژل شوي او ۷۰ نور یې ټپيان کړي دي.
ویل کېږي، چې دغه برید د سوډان ولس آزادۍ غورځنګ په نامه یوې ملیشې کړی چې مشري یې د عبدالعزیز الهیلو په نامه یو تن کوي.
د یادونې ده، چې تر اوسه د سوډان په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰زره رسېږي او څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

