په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، د گلوبل بزنیس هب شرکت په کلنۍ ناسته کې ګډون کړی.
په قطر کې د طالبانو حکومت سفارت خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ناسته د شرکت د راتلونکي لیدلوري، همکارۍ او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو سفیران، پانګهوال، ونډهوال او د قطر د بېلابېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.
ښاغلي شاهین په غونډه کې ویلي چې افغانستان اوس د کانونو، کرنې، سیاحت، ودانیزو او نورو اقتصادي سکتورونو په برخه کې پراخ او خوندي فرصتونه لري.
هغه زیاته کړې چې په ځینو برخو کې، لکه پر پانګونو، مالیات نه وضع کېږي، چې دا د بهرنیو پانګهوالو لپاره ځانګړې اسانتیا برابروي.
نوموړي بهرنیو ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې.

