چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانسهیل شاهین:له روسیې او امریکا دواړو سره د اړیکو پراختیا ته چمتو...

سهیل شاهین:له روسیې او امریکا دواړو سره د اړیکو پراختیا ته چمتو یوو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د روسیې له لوري د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه اېستل یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا زیاته کړي.

نوموړي ویلي، دوی له روسیې، بریکس سازمان او امریکا سره د اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې پراخې اړیکې غواړي.

د هغه په خبره، روسیه کې د دوی پر فعالیتونو بندیز یو لوی خنډ دی او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره په کار ده، چې دا بندیز نور پای ومومي.

شاهین زیاتوي، نه غواړي افغانستان تر دې وروسته نور د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل کړي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه وباسي.

په دې نوملړ کې طالبان له ۲۰۰۳م کال راهیسې شامل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here