په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین ویلي، د هند له لوري افغانستان ته د مالي مرستو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم سیاسي او اقتصادي پیغام لري.
نوموړي له هندي رسنۍ WION سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دا پرېکړه ښيي، کابل او نوې ډیلي چمتو دي خپلې اړیکې له محدود تعامل څخه د پراخې همکارۍ پر لور وغځوي.
سهیل شاهین زیاته کړې چې اوسني بدلونونه کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو لپاره نوې دروازې پرانیزي.
هغه ویلي، افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او دا اړیکې یوازې د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د ولسونو په کچه هم ژورې او دوامدارې پاتې شوې دي.
نوموړي همداراز د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې هېواد د بیا رغونې په بهیر کې دی او دې وضعیت د بهرنیو پانګوالو لپاره بېساري فرصتونه رامنځته کړي دي.
شاهین هندي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ویلي، د سوداګرۍ او پانګونې پراخ ظرفیت شته چې دواړه هېوادونه ترې ګډه ګټه اخیستلی شي.

