سهیل شاهین، چې د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ ته نوماند کړی، وایي چې د دې څوکۍ د سپارلو په اړه مشورې کول یو نېک اقدام او اړینه اړتیا ده.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې کړې.
بلخوا، د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له لوري له طالبانو سره د استازولۍ څوکۍ په اړه هېڅ ډول رسمي توافق یا طرحه نشته.

