د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر، محمد سهیل شاهین، د افغانستان لپاره د بنین جمهوریت له سفیر بیدا نوهوم یوسف عبدالرحمن سره کتلي.
قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او بنین ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، د بنین پر روان سیاسي وضعیت، اقتصادي او تجارتي همکاریو او نورو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله شوې.

