چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهسهیل افریدی د پاکستان پوځ ته:تاسو د ترهګرۍ تر نامه لاندې زموږ...

سهیل افریدی د پاکستان پوځ ته:تاسو د ترهګرۍ تر نامه لاندې زموږ له خلکو وینه څښئ، دا ښکاره بدمعاشي ده

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي یو ځل بیا د پاکستاني پوځ پر روانو عملیاتو سختې نیوکې کړې دي او تور یې لګولی چې پوځ د ترهګرۍ په نوم عام ولس په نښه کوي.

افریدي د شنبې په ورځ د دیر په یوه ولسي غونډه کې وویل چې په تېرا سیمه کې د پوځ په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي ۲۱ کسان ټول ملکي وګړي وو او په هغوی کې یو هم وسله‌وال شتون نه درلود.

هغه د پوځ مشرانو ته په خطاب کې څرګنده کړې:«تاسو د ترهګرۍ تر نامه لاندې زموږ له خلکو وینه څښئ، دا ښکاره بدمعاشي او د بشري حقونو سرغړونه ده.»

د سهیل افریدي تازه څرګندونې پر داسې مهال دي چې د پښتنو په سیمو کې د پوځ عملیات زیات شوي او اوسېدونکي د ملکي تلفاتو له ډېروالي شکایت کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here