د سنډې ټایمز ورځپاڼې د ایران دننه د ډاکټرانو لهخوا ترلاسه شوی یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې یې د «ایرانیانو د ملي انقلاب» په دوو ورځو کې لږ تر لږه له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه تر ۱۸ زره پورې مظاهرهکوونکي وژل شوي او له ۳۳۰ زرو څخه تر ۳۶۰ زرو پورې ټپیان شوي دي.
په قربانیانو کې ماشومان او امیندوارې ښځې هم شاملې دي، او اټکل کېږي چې ډېری قربانیان د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري.
سنډې ټایمز د هغو شاهدانو له قوله، چې د ترکیې له پولې اوښتي، لیکلي چې د سپاه او بسیج موټرسايکلسوار ځواکونه د خلکو د وژلو لپاره جګړهییز مهمات، کلاشینکوفونه او آن پر وانت موټرو نصب شوي درانده ماشینګنونه کارول.
همداراز د عراق څخه د حشد الشعبی د ځواکونو د لېږد راپورونه هم شته.
راپور زیاتوي چې د تېرې جمعې په ورځ ټول مظاهرهکوونکي په ډزو وویشتل شول او د سپاه ځواکونو په سړه سینه هڅه کوله د خلکو سرونه په نښه کړي.
راپور د عیني شاهدانو له قوله وایي چې د بسیج ځواکونو به مړي له کوڅو ټولول او د دې لپاره چې نښې پاتې نه شي، نورو ښارونو ته به یې د ښخولو لپاره لېږدول، یا به یې د مړو د سپارلو په بدل کې لویې پیسې غوښتې.

