د امریکا مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان کړی چې په یوه هوایي برید کې یې د القاعدې پورې تړلې حراسالدین ډلې یو جګپوړی مالي او اکمالاتي چارواکی په شمال لویدیځ سوریه کې وژلی دی.
سنتکام ویلي چې دا برید د ترهګرو د هڅو د کمزوري کولو لپاره شوی، ترڅو د ملکي خلکو، د امریکایي پوځیانو او متحدینو پر ضد د بریدونو مخه ونیسي.
د یادونې ده چې حراسالدین یوه سلفي اسلامپاله ډله ده، چې له القاعدې سره تړاو لري او په شمال لویدیځ سوریه کې فعاله ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل شتون اعلان کړ.

