یکشنبه, فبروري 8, 2026
Homeکورپاڼهسنتکام:د KC-135 ستراتېتانکر الوتکه د امریکا پوځي الوتکو ته د اوږدې جګړې...

سنتکام:د KC-135 ستراتېتانکر الوتکه د امریکا پوځي الوتکو ته د اوږدې جګړې کولو توان ورکوي

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په تازه خپرو شویو عکسونو سره ویلي، چې د KC-135 ستراتېتانکر الوتکه د هوايي ځواک لپاره حیاتي رول لري او د دې وړتیا لري چې پوځي الوتکې د اوږدې مودې لپاره په هوا کې وساتي.

سنتکام په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه الوتکه تر ۲۰۰ زره پونډه زیات تېل نورو الوتکو ته د الوتنې پر مهال لېږدوي، چې له امله یې جنګي او څارګریزې الوتکې کولی شي له بېړنۍ ناستې پرته خپل مأموریتونه وغځوي.

په راپور کې راغلي، د KC-135 الوتکې په شا برخه کې یو ځانګړی عمله، چې «بوم آپرېټر» بلل کېږي، ځای پر ځای وي او د ځانګړي پایپ له لارې نورو الوتکو ته په هوا کې تېل ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here