پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهسنتکام:د سوریې په شمال لویدیځ کې د «حراس‌الدین» ډلې لوړپوړی مشر وسیم...

سنتکام:د سوریې په شمال لویدیځ کې د «حراس‌الدین» ډلې لوړپوړی مشر وسیم تحسین بیرقدار مو وژلی

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د هوایي برید په ترڅ کې د «حراس‌الدین» ډلې لوړپوړی مشر، وسیم تحسین بیرقدار یې وژلی دی.

دا برید د کب ۳مه ترسره شوی او د امریکا او د هغې د سیمه‌ییزو شریکانو د هڅو یوه برخه بلل شوې، چې د ترهګرو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د سنتکام قوماندان، جنرال مایکل اریک کوریلا، ویلي چې امریکا به د ترهګریزو ګواښونو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

«حراس‌الدین» د القاعدې یوه څانګه ده، چې په شمال لویدیځه سوریه کې فعاله ده او د ګڼو بریدونو مسؤلیت لري.

امریکا تر دې وړاندې هم د القاعدې او د هغې اړوندو ډلو پر مشرانو هدفمند هوایي بریدونه کړي، چې دا د واشنګټن د اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here