د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) په وینا، امریکایي او پاکستاني سرتیرو په پاکستان کې د ملي ضد تروریزم مرکز په پابی کې د «Inspired Gambit» تمرین بشپړ کړ، چې په ګډو پیادهنظامي مهارتونو او ضد تروریزم عملیاتو یې تمرکز درلود.
سنتکام ویلي، د امریکا او پاکستان تر منځ دغه ډول روزنیز تمرینونه د دواړو هیوادونو ترمنځ اوږدمهاله دفاعي اړیکې پیاوړې کوي.
همدارنګه، امریکا د پاکستان د F-16 جنګي الوتکو د پرمختللې ټکنالوژۍ د پلور او اپګرېډ اجازه هم ورکړې، چې ارزښت یې شاوخوا ۶۸۶ میلیونه ډالره دی.

