خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سمیع یوسفزي د یوې امریکایي سرچینې له قوله ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقې وړاندې په ورته ډول د طالبانو د استخباراتو د مشر ملا عبدالحق وثیق د یو خارجې سفر مخه هم نیول شوی وه.
هغه د سرچینې له قوله په خپل ایکس لیکلي، چې په طالبانو دا د امریکا له لورې د فشار ښکاره هڅه ده.
سمیع یوسفزي لیکلي چې امریکا د طالبانو استخباراتو ته د محمودشاه حبیبې د نیونې او زندان ټول شواهد ورکړي دي.
یوسفزي د سرچینې له قوله زیاته کړې، چې طالبان اوس له ولسمشر ټرمپ سره مخ دي او هغه ته د امریکایي اتباعو خلاص لومړیتوب دی.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اونۍ پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د سفر اجازه ورنه کړه

