د مقاومت په نوم جبهې خپل نوی نښان رسنیز کړی، چې د افغانستان د ملي بیرغ له رنګونو او د پخواني حکومت چې برهان الدین رباني یې مشري کوله د بیرغ له رنګونو الهام اخیستل شوی دی.
د دغې جبهې سیاسي مشر عبدالله خنجاني دا نښان پر خپل ایکس (X) حساب هغه مهال خپور کړ، چې په کې پښتو ژبه په بشپړ ډول حذف شوې ده.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو پر دې اقدام نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه جبهه له پیله له پښتنو سره ستونزه لري.
دوی ټینګار کوي، هغه ډله چې په خپل نښان کې د پښتو ژبې زغم نه لري، د پښتنو د منلو ادعا څنګه کولی شي.
لیکوال او د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني کارکوونکي علم ګل سحر په دې تړاو لیکلي:
«دوی وایي افغانستان ملت نه دی او موږ هېڅ ملي ارزښت نه لرو، نو جبهه څنګه ملي بولي او قهرمان یې څنګه ملي ګڼل کېږي؟ دا عجیبه متناقض خلک دي، چې له خپل ځان سره هم صادق نه دي.»
همدارنګه، شاه محمود کډوال لیکلي، هغه کسان چې یو مهال یې د ارګ د نیولو خوبونه لیدل، اوس پر فیسبوک او ایکس د نښانونو په جوړولو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړې:
«همدې بیرغونو کې دې ګوتې وهي، ساعت به یې تېر وي؛ نور خیر او خیریت دی.»

