نن په سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې لوی اختر یا د قربانۍ اختر په رسمي ډول نمانځل کېږي.
په دې مناسبت، میلیونه مسلمانان چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي ته تللي، نن سهار به له مزدلفې څخه منی ته ستانه شي، شیطان به په ډبرو وولي، د قربانۍ مراسم به ترسره کړي، کعبه شریفه کې به طواف وکړي، خپل سرونه به وخريي او احرام به خلاص کړي.
د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، سږ کال له ۱.۶ مېلیونو څخه زیات حاجیان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مکې ته ورغلي دي.
د حج اصلي رکن، چې د عرفات ورځ ده، د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره شو.
حاجیانو د عرفات په غونډۍ کې د جمعې او دعا مراسم ترسره کړل، چې پکې یې د مسلمانانو تر څنګ، د فلسطین د خلکو لپاره ځانګړې دعا وکړه.

