د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې د متحده عربي اماراتو له وروستیو اقداماتو څخه ژوره نارضایتي څرګنده کړې ده.
په بیان کې ویل شوي، چې اماراتو د یمن په حضرموت او المهرة ولایتونو کې د جنوبي انتقالي شورا د ځواکونو د پوځي تحرکاتو ملاتړ کړی، چې دا کار د سعودي د ملي امنیت او د یمن او سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی.
سعودي عربستان ټینګار کړی، چې د یمن د قانوني حکومت او د ولسمشرۍ شورا له رسمي اجازې پرته د وسلو او زغروالو وسایطو لېږد د ائتلاف له اصولو سره په ټکر کې دی او د یمن د امنیت د ټینګښت پر ځای وضعیت لا خرابوي.
بیان زیاتوي، چې هر ډول ګواښ د سعودي ملي امنیت ته سره کرښه ده او ریاض به د دې ډول ګواښونو پر وړاندې اړین ګامونه واخلي.
سعودي عربستان یو ځل بیا د یمن د حاکمیت، امنیت او ثبات ملاتړ اعلان کړی.
ریاض له متحده عربي اماراتو غوښتي، چې خپل ځواکونه په ۲۴ ساعتونو کې له یمن وباسي او له هر ډول پوځي او مالي ملاتړ څخه لاس واخلي.

