د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حمل له ۲۱مې تر ۲۶مې پورې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰ زره او ۶۶۸ ناقانونه مهاجرین نیول شوي، چې له دوو زرو زیاتې یې ښځې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه کسان د اقامې، سرحدي امنیت او کار د قوانینو د نقض له امله نیول شوي، او ۳۶ سلنه یې د یمن، ۶۱ سلنه د ایتوپیا او ۳ سلنه د نورو هېوادونو اتباع دي.
دغه وزارت وايي، تر ۱۲ زرو زیات مهاجرین اخراج شوي او خبرداری یې ورکړی چې د ناقانونه مهاجرت مرسته کوونکي تر ۱۵ کلونو زندان او درنو جریمو سره مخ کېږي.

