د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح اعلان وکړ، چې سعودي عربستان به په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.
الفالح دا خبره د سعودي-امریکا د پانګونې فورم پر مهال وکړه او ویې ویل چې دا نوښت د ولیعهد محمد بن سلمان د لیدلوري برخه ده.
نوموړي د دواړو هېوادونو د ۹۰ کلنو اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ویژن ۲۰۳۰ له مخې د پانګونې نوې دروازې پرانیستل شوي دي.

