درې باخبره سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې سعودي عربستان هوډ لري د سوریې هغه شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالري پورونه پرې کړي، چې دغه هېواد یې د نړیوال بانک پر وړاندې لري.
سرچینې زیاتوي، چې سوریه د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ ده، او پخوانۍ طرحه چې غوښتل یې بندې شوې شتمنۍ د پورونو د تصفیې لپاره وکاروي، ناکامه شوې ده.
د راپورونو له مخې، دا به د سعودي لهخوا له بشارالاسد وروسته د نوي حکومت سره لومړنۍ ښکاره مالي مرسته وي.
په ورته وخت کې، قطر هم یوه طرحه اعلان کړې چې له مخې یې به له اردن څخه سوریې ته ګاز انتقال شي، څو د دغه هېواد د بریښنا کمښت جبران شي، چې د سرچینو په وینا د امریکا تایید هم ورسره مل دی.

