سعودي عربستان پرېکړه کړې چې په جګړهځپلې سوریه کې خپله پانګونه په بېساري ډول پراخه کړي.
د سوریې د پانګونې ادارې مشر طلال الهلالي ویلي چې دا پانګونه به څو مېلیارد ډالره وي او د روانې میاشتې په ۱۸مه به یې بشپړ جزیات اعلان شي.
دا تر ټولو ستره بهرنۍ پانګونه ده چې د امریکا لهخوا د بندیزونو تر لرې کېدو وروسته په سوریه کې اعلانېږي.
د نوموړي په وینا، دغه پانګونه به په مخابراتي شبکو، املاکي پروژو او تاریخي ودانیو کې ولګول شي څو د جګړو له امله زیانمنې شوې سیمې بېرته ورغول شي.
سربېره پر دې، د حلب د نړیوال هوايي ډګر پراختیا او د یوې نوې خصوصي هوايي کمپنۍ پیل هم د دې پانګونې برخه ده.
دا پرمختګونه وروسته له هغه کېږي چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د بشار الاسد حکومت نسکور شو.
تر دې وروسته سعودي عربستان د سوریې د لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی او هڅه کوي چې سعودي شرکتونه د سوریې بازار ته وهڅوي.

