د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس ادعا کړې، چې لویدیځ د خپلو جیوپولیټکو موخو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.
سرګي نارشکن بیکو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو لاسوهنو مخنیوی اړین دی.
هغه د غرب له لوري د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو هم نیوکه کړې ده.

