د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هر څوک چې د ولودیمیر زېلېنسکي وروستیو څرګندونو ته غوږ شي، پوهېږي چې کییف د مسکو له نظره د سولې لپاره لازم چمتووالی نه لري.
هغه ټینګار کړی چې مسکو به د کریمیا او دونباس په اړه له خپل دریځه تېر نه شي.
لاوروف ویلي، د اوکراین ولسمشر اعلان کړی چې له دونباسه به شاتګ ونه کړي او هغه سیمې چې روسیې نیولي، په رسمیت نه پېژني.
بل لور ته، زېلېنسکي د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال ویلي چې امریکايي استازو ورته وړاندیز کړی که اوکراین له دونباسه ووځي، سوله به ژر ټینګه شي او اوږدمهاله امنیتي ضمانتونه به ورکړل شي.
خو د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه باید له قوي او دوامدارو امنیتي تضمینونو سره مل وي، او که دا شرط پوره نه شي، نو د جګړې درول به د هېواد امنیت خوندي نه کړي.

