د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې د نشهيي موادو قاچاق د پام وړ راکم شوی دی.
هغه د مشترکالمنافع هېوادونو د امنیتي شوراګانو د ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان په شاوخوا وضعیت کې د ښهوالي نښې ښکاري.
شویګو زیاته کړې چې د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO) له لوري د افغانستان او تاجکستان د پولهساتنې د پیاوړتیا په موخه اقدامات ځانګړې پایلې لرلي او د نشهيي توکو د لېږد د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

