د طالبانو حکومت استخباراتي سرچینې وایي چې د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې د حمزه په نوم پوځي اډې باندې یې دوه ډرون بریدونه کړي دي.
د دغو سرچینو په وینا، بریدونه د اډې پر قومندانۍ او یو بل مهم مرکز ترسره شوي چې له امله یې د پام وړ مالي زیانونه او احتمالي ځاني تلفات اوښتي دي.
سرچینې زیاتوي چې د بریدونو وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د پېښې د جزیاتو د پټ ساتلو هڅې روانې دي.

