یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې د کونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه یو ځل بیا پیل شوې ده.
د سرچینو په وینا، په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي او وضعیت ترینګلی بلل کېږي.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

