د بلخ سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نن سهار د مزارشریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.
دا چاودنه شاوخوا ۸:۲۰ بجې د سهدکان جومات ته نږدې شوې، چې یاد جومات د شیعه مذهبه هزاره ټولنې پورې اړه لري او په یوه هزاره مېشته سیمه کې موقیعت لري.
د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې له امله یوه مېرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي، چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

