یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانسرچینې:پاکستان ته د امیرخان متقي سفر له ټاکلې نېټې ځنډېدلی دی

سرچینې:پاکستان ته د امیرخان متقي سفر له ټاکلې نېټې ځنډېدلی دی

یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې پاکستان ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر ځنډول شوی.

ټاکل شوې وه، چې دا سفر سبا ترسره شي؛ خو ویل کېږي، چې د تخنیکي ستونزو له امله به له ټاکلې نېټې وروسته ترسره کېږي.

دا سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په رسمي بلنه ترسره کېده.

په پام کې وه، چې متقي به هلته له سفر وروسته د پاکستان لومړي وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here