طلوع نیوز کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغې ادارې خپل ۲۵ سلنه کارمندان له دندو لرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټوله کې موبي ګروپ له بېلابېلو ادارو خپل کارمندان اېستلي او ویلي یې دي، چې د بودجې د کمښت له کبله نشي کولای، نور دوی له ځان سره وساتي.
طلوع نیوز د یادو کارمندانو له لرې کېدو وورسته یوازې خپلې شپنۍ خپرونې پرېښې او د ورځې خپرونې یې لغوه کړې دي.
یادې ادارې څو میاشتې وړاندې هم خپل یو شمېر کارمندان له دندو ګوښه کړي وو.

