جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانسرچینې:د ملګرو ملتونو لوړپوړی چارواکی کندهار ته تللی

سرچینې:د ملګرو ملتونو لوړپوړی چارواکی کندهار ته تللی

په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو له دفتره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلېچر، پرون کندهار ته سفر کړی دی.

نوموړي په دې سفر کې د بشري مرستو پر روان وضعیت خبرې کړې او ځینې روغتیايي مرکزونه یې هم لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، فلېچر د کندهار د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره هم لیدلي دي.

د کندهار طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here