یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې استازو په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه پنځه رسمي ناستې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ترسره کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه لیدنې په اسلاماباد او متحده عربي اماراتو کې شوې او په ډېری مواردو کې د پاکستان د استخباراتو غړو استازیتوب کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دا مهال هم د مقاومت جبهې یو شمېر مهم غړي په اسلاماباد کې اوسېږي.
تر اوسه نه د مقاومت جبهې او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه کوم رسمي دریځ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.

