ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به په نږدې ورځو کې ایران ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
دغه سفر په داسې مهال کېږي چې د پښتونخوا او بلوچستان ناامنیو له امله د پاکستان او د طالبانو حکومت اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال د پاکستان، روسیې، چین او ایران چارواکو په ګډه ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې په کلکه ورسره مبارزه وکړي.

