د سره صليب نړيواله کميټه (ICRC) وايي، په افغانستان کې يې د طالبانو په واکمنۍ کې له زرګونو کورنيو سره د اوبو د مديريت او د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې مرسته کړې.
د سره صليب ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې په هېواد کې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره د دغه سازمان هڅې دوام لري.
ددغې ادارې مشرې کترینا ریتز ویلي، چې زموږ په هڅو کې هغه پروژې شاملې دي چې موخه یې د اوبو مدیریت ښه کول، د پایښت وړ بریښنا چمتو کول او د کرهنیز معیشت ملاتړ کول دي.
هغې دغه راز زیاته کړې، چې د کاربن د اخراج د مخنیوي لپاره د سولر وسایلو نصبول او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کوچنیو زیرمو، کانالونو او استنادي دیوالونو جوړول د دې ادارې له پروژو څخه دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د نړۍ د لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې دی.

