د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، په پکتيا کې يوې غونډې ته ويلي چې د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبتالله اخندزاده، اطاعت د نظام پر وړاندې د وفادارۍ شرط دی.
نوموړي ويلي، چې د سړکونو، بندونو او نورو پروژو لپاره صبر ته اړتیا ده.
ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړې، چې د ځينو پرمختيايي پروژو مالي لګښتونه يې خپله برابر کړي؛ خو د منابعو کموالی او داخلي اختلافونه يې د ځنډ سبب شوي.

