جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانسراج الدین حقاني:د سیمې ثبات لپاره متقابل درناوی او تعامل اړین دی

سراج الدین حقاني:د سیمې ثبات لپاره متقابل درناوی او تعامل اړین دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

نوموړي د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره لیدنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ باید اړیکې پراخې شي.

په همدې حال کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې.

دوی دغه راز ویلي، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به کابل کې ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here