دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانسراج الدین حقاني؛د جاپان له سفیر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو...

سراج الدین حقاني؛د جاپان له سفیر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره لیدنه کې ویلي، چې د جاپان او افغانستان ترمنځ اړیکې پخوانۍ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه تعامل شته.

دا لیدنه د تاکایوشي کرومایا د مخه ښې په مناسبت ترسره شوې.

د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د تاکایوشي کرومایا په حواله راغلي چې جاپان به د ملګرو ملتونو له لارې د بدیل معیشت، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او روږدو د درملنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here