د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د ازبکستان د استخباراتو له رییس قرباناف باخودیر، مرستیال مختورف فرخ او د سرحدي ځواکونو له قوماندان خسانوا سلیمجون سره لیدلي دي.
حقاني دغه ناسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دواړو لوریو د امنیتي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی، څو د افغانستان او ازبکستان امنیت لا ښه او د مخدره موادو قاچاق مخه ونیول شي.
همداراز، دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ژمنه کړې ده.

