چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانسراج‌الدین حقاني:د دوحې تړون ته ژمن یو او د افغانستان له خاورې...

سراج‌الدین حقاني:د دوحې تړون ته ژمن یو او د افغانستان له خاورې هېڅ ګواښ نه شته

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړیوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

حقاني دا څرګندونې د طالبانو حکومت د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ فارغو زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې په بشپړ ډول عملي شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here