پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانستارمر:د افغانانو د معلوماتو افشا د تېر حکومت جدي ناکامي وه، پخواني...

ستارمر:د افغانانو د معلوماتو افشا د تېر حکومت جدي ناکامي وه، پخواني وزیران باید ځواب ووايي

د بریتانیا لومړي وزیر کییر ستارمر ویلي، چې د محافظه‌کار حکومت پخواني وزیران باید د هغو معلوماتو د افشا مسؤلیت واخلي، چې د زرګونو افغان همکارانو شخصي جزئیات یې بربنډ کړل.

نوموړي دا پېښه، چې په فبرورۍ ۲۰۲۲ کې رامنځته شوې وه، د تېر حکومت له “جدي ناکامیو” څخه یاده کړې او ویلي یې دي چې اوسنی حکومت یې له بدو پایلو سره مخ دی.

په دې افشا کې د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو معلومات خپاره شوي وو، چې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته یې بریتانیا ته د مهاجرت غوښتنه کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here