د بریتانیا سانډي ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې افشا کړې چې اسراییل په تېرو ۱۲ میاشتو کې د استخباراتي او نظامي عملیاتو له لارې د ایران د امنیتي، نظامي او هستهیي جوړښتونو ژورو برخو ته ننوتی او قوي ضربې یې ورکړي دي.
دغه راپور کې ویل شوي چې د جولای ۳۰مه، ۲۰۲۴، ماښام مهال، اسراییلي توغندیو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه استوګنځی په تهران کې وویشت، او هممهاله، د حزبالله یو مشر فؤاد شکر په بیروت کې ووژل شو. دا هممهاله بریدونه د اسراییلي ستراتیژۍ نوی پړاو بلل شوی دی.
راپور زیاتوي چې اسراییلي عملیاتو د ایران ګڼ شمېر هستهیي پوهان وژلي، د نطنز او فردو غنیسازي تاسیسات خراب شوي، او د وسلو جوړولو مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
موساد د پرمختللو وسایلو لکه له مخکې تنظیم شويو واکيټاکيو له لارې، د حزبالله زرګونه کسان څارلي او هدف ګرځولي دي.
رپوټ وايي چې د اسراییلو استخباراتي ادارې موساد او نظامي استخبارات (آمان) ترمنځ سیالي روانه ده؛ خو دا سیالي د تخنیکي پرمختګونو سبب شوې ده.

