د سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ويلي، القاعده نوې تبليغاتي ستراتيژي پيل کړې چې موخه يې د نړۍ د استخباراتي ادارې له افغانستانه بل لور ته پام اړول دي، څو د دغې ډلې مشران خوندي پاتې شي.
اډمز وايي، القاعده هڅه کوي د رسنيو او انلاين پروپاګند له لارې داسې وښيي لکه اصلي مشران يې په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران کې مېشت وي؛ خو د هغې په وينا د دې ډلې د واقعي رهبرۍ مرکز لا هم افغانستان دی.
نوموړې زياته کړې، که دا پروپاګند پر وخت رد نه شي، القاعده به د افغانستان نسبي امن چاپېريال څخه د خپل فعاليت لپاره ګټه پورته کړي.
اډمز پر امريکايي استخباراتي سيستم هم نيوکه کړې او خپلو پخوانيو همکارانو ته يې سپارښتنه کړې چې د سياسي شویو روايتونو برخه نه شي، بلکې هر ډول تحريف د رسمي لارو راپور کړي.
دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته د القاعده د بيا فعالېدو په اړه نړيوالې اندېښنې زياتې شوې دي.

