پخوانی نظامي او د متحدې جبهې غړی ساحل پرواني وايي، چې لاهم القاعده ډله په پراخه کچه افغانستان کې فعالیت کوي.
نوموړي ویلي، امریکا په خپل احمقانه باور سره وايي، چې القاعده ډله یې له منځه وړې؛ خو د دوی د معلوماتو له مخې، لاهم د یادې ډلې ۸۰۰ قومندانان او تر پنځوس زرو ډېر د یادې ډلې غړي په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره فعالیت کوي.
دی وايي، القاعده ډلې خپلو ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د پوځي زده کړو لپاره افغانستان ته لاړ شي.
هغه زیاتوي:« د افغانستان د متحدې جبهې د استخباراتو د کمیټې له خوا د تازه خپاره شوي استخباراتي راپورونو له مخې، د القاعدې غړي اوس مهال د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو په روزنیزو مرکزونو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي.
د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ډلې د راپور له مخې، القاعده په دولسو ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.
په راپور کې ملا فاضل، فتح الله منصور، صدر ابراهیم، قاري فصیح الدین او یو شمېر نور طالب چارواکي د هغو کسانو په توګه یاد شوي، چې له دغې ډلې سره مرسته کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر بنسټونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو طالب چارواکي بیا تل دا ډول ادعاوې ردوي.

