د اوکراين ولسمشر ولادمير زېلينسکي ويلي، تر هغې چې بشپړه ازادي ترلاسه نه کړي، خپله مبارزه به جاري وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې د خپل هېواد د خپلواکۍ په ورځ په رسمي وينا کې کړې.
زېلينسکي ويلي، اوکراين قرباني نه، بلکې مبارز هېواد دی، او که څه هم لا تراوسه بريالی شوی نه دی؛ خو مات هم شوی نه دی.
نوموړي زياته کړې چې دوی يوه عادلانه سوله غواړي چې پکې خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

